د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، له دغه ولايته د زعفرانو صادرات د تېر کال په پرتله ډير شوي دي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رسنیو مسوول الیاس نیازي ويلي چې سږکال په لومړیو دریو میاشتو کې له هراته شاوخوا ۳ سوه کيلو زعفران چې ارزښت یې نږدې ۲۸۰ زره ډالرو ته رسېږي صادر شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په لومړیو دریو میاشتو کې له هراته شاوخوا ۲۰ کيلو زعفران چې ارزښت یې نږې لس زره ډالره و صادر شوي وو. د نیازي په وینا، د زعفرانو صادرات روان دي او په راتلونکو نهو مياشتو کې به يې کچه لا ډيره لوړه شي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه د صادراتو د زیاتېدو لامل بزګرانو ته د ښو شرایطو او اسانتیاوو برابرول په ګوته کوي.
































