د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، چې یوه اوونۍ کې یې د کانونو او تېلو له درکه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی. دغه وزارت ویلي، چې څه باندې دوه سوه میلیونه افغانۍ عاید یې د تېلو د سکټور او د نورو کانیزو پروژو له لارې ترلاسه کړي چې بې سارې دي. د راپور له مخې تېره میاشت کې د کانونو له درکه ۱۸۴ میلیونه افغانۍ عاید ټول کړی.
































