مالیې وزارت وايي، د نفت او ګازو د استخراج چينایي اکسوس کمپنۍ سره د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت د شل سلنه شراکت په ملتیا، د قشقرې له څاګانو څخه د تېلو د استخراج تړون لاسلیک شو. د یاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نفت او ګازو د استخراج چينایي اکسوس کمپنۍ مشر له مالیې وزیر سره کتلي دي. سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت سره د یاد چينایي شرکت د ۲۰ سلنه شراکت هوکړه، نهايي شوه او رسماً د مالیې وزیر له لوري یاد قرارداد لاسلیک شو. سرچينه زياتوي، یاد چينایي شرکت ته د قشقرې د تېلو د استخراج قرارداد سپارل وسپارل شو، چې د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت د شل سلنه شراکت په ملتیا به په ګډه سره د قشقرې له څاګانو څخه تېل استخراجوي.
































