ایران یو ځل بیا ویلي چې د اټومي بم د جوړولو وړتیا لري. د ایران د اټومي انرژ ۍ مشر او ددغه هېواد د ولسمشر مرستیال محمد اسلامي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د اټومي بم د جوړولو لپاره بشپړ تیار دي. دده په خبره ایران دمګړی دا وړتیا لري چې اټومي بم جوړ کړي خو دا چاره نه ترسره کوي و نه یې هم پلان لري. دا په وروستیو څو اوونیو کې څووم ایرانی چارواکی دی د اټومي بم د جوړولو له وړتیا خبره کوي. ایران تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د اټومي بم د جوړولو وړتیا لري خو هېڅکله دا چاره نه ترسره کوي او په خبره یې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی او چا ته زیان نه اړوي.
































