نړۍ دې په تحصیلي برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ډاکټر لطف الله خیر خواه د اروپا د سولې انستیتوت له استازي سره په کابل کې لیدلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان کې د لوړو زده کړو پر روان بهیر او شته ستونزو خبرې شوې دي.
خیرخواه په دې لیدنه کې په هېواد کې د روان تحصیلي بهیر په اړه د یاد انستیتوت له استازي سره خبرې کړې دي او زیاته کړې یې د چې په تېرو شلو کلونو کې ټول تمرکز پر جګړه او لوړو زده کړو ته کمه پاملرنه شوې ده.
نوموړي ویلي اوس ددې وخت دی چې نړۍ د لوړو زده کړو په برخه کې د افغانستان او افغانانو لاسنیوی وکړي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي. اروپايي لوري هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د لوړو زده کړو د روان بهیر ستاینه کوي او په دې برخه کې مرستو ته تیار دي.
































