د لادرکه شوې پاکستانۍ چورلکې پاتې شوني پیدا شوي او ټوله عمله یې وژل شوې ده. پاکستاني رسنۍ وایي دغه چورلکه پرون په بلوچستان کې لادرکه شوې وه چې اوس یې پاتې شوني پیدا شوي دي او ښکاري چې د دوو جنرالانو په ګډون شپږ پاکستاني پوځيان په دې پېښه کې وژل شوي دي.
دغه پوځي ډله په بلوچستان کې له سیلاب ځپلو سره په مرستو بوخته وه چې د رادار له پردې لادرکه شوه. په دې کې د کوټې پوځي مشر هم شامل دی. پاکستاني حکومت پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې بوږنوونکې بللې ده.
































