په ملګرو ملتونو کې د بشري مرستو تنظیموونکې «لیز ګراندي» ویلي کرونا ناروغي به په یمن کې خلکو ته تر جګړې ډېر تلفات واړوي. نوموړې «سي اېن اېن» ته ویلي په یمن کې به د کرونا له کبله د تلفاتو شمېر ددغه هېواد تر پنځه کلنې جګړې ډېر وي. ګراندي ویلي، اوس مهال په یمن کې د کرونا ناروغۍ تلفات ۲۰ سلنه دي، په داسې حال کې په نړیواله کچه ددې ناروغۍ تلفات په اوسط ډول اووه سنله دي. نوموړې ویلي، په راتلونکو دریو اونیو کې ددغه هېواد له ۳۶۹ روغتونونو څخه په ۱۸۹ کې روغتیایي چارې درول کېږي، د ۸،۵ میلیون کسانو لپاره چې درې میلیونه یې ماشومان دي د پاکو اوبو او واکسینو وېشل بندېږي. دغه راز پر دوه نیم میلیون هغه ماشومانو هم له اتو تر لسو اونیو پورې مرستندویه خواړه بندېږي چې جدي اړتیا ورته لري. ګراندي په جینوا کې د یوه کنفرانس پر مهال له اړونده هېوادونو غوښتي چې له یمن سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او په دغه هېواد کې د انسانی بحران مخه ونیسي.
































