روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۵۸۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۱۸ تنه د کرونا وبا له امله مړه شوي دي چې ورسره له همدې ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر بیا ۳۲۷ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت د تازه معلوماتو پر بنسټ تر اوسه په هېواد کې پر کرونا وبا ۱۹ زره او ۵۵۱ کسان اخته شوي دي. روغتیا وزارت دغه راز ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې ۶۸ کسان له کرونا ناروغي څخه رغېدلي او له روغتونونو رخصت شوي دي. په ورته وخت کې د روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني ویلي چې د حکومت د تازه پرېکړې له مخې له دې وروسته په عامه ځایونو کې د ماسک اغوستل جبري دي او دا امر به سر له سبا څخه پلی شي.
































