امریکا په کابل کې د ايمن الظواهري د وژلو تر ادعا وروسته خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د القاعده د انتقامي اقداماتو په تړاو هوښيار اوسي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې القاعده او يا يې نورې ملاتړې ترهګرې ډلې ښايي امريکايي ګټي او وګړي په نښه کړي. سرچينې زياته کړې چې د الظواهري تر وژل کېدو وروسته د امريکا ضد تاوتريخوالي د زياتېدو احتمال رامنځته شوی دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې ويل شوي، اوسني معلومات ښيي چې ترهګرې ډلې د نړۍ په مختلفو برخو کې پر امريکايي ګټو د ترهګريزو بندونو پلانونه جوړوي. بيان وايي، په بريدونو کې ښايي ځانمرګي عمليات، ترورونه، برمته کونې او بم اېښودنې شامل وي. په بيان کې امريکايي وګړو ته سپارښتنه شوې چې بهر ته د سفر پر مهال هوښيار او په لوړه کچه محتاط و اوسي.
































