ازبکستان د افغانستان له لارې تر پاکستانه د غځېدونکې ريل پټلۍ د ژر جوړېدو غوښتنه کړې ده. د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير ولاديمير نوروف پرون د ترکيې او اذربائيجان له چارواکو سره په کتنه کې د ريل ياده پټلۍ د سيمې د اتصال مهمه پروژه بللې او ويلي يې دي چې په بشپړېدو سره به يې د سيمې د هېوادونو اقتصادي وده د پام وړ ښه شي. د ريل دا پټلۍ د ازبکستان له ترمذ ښاره پيليږي، د مزار او کابل تر نښلولو وروسته پېښور ته رسېږي. د دې پټلۍ د کارونو په بشپړېدو سره به د منځنۍ اسيا هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان د سويلي اسيا بازارونو او د سويلي اسيا هېوادونه بيا د منځنۍ اسيا بازارونو ته لاره ومومي. د افغانستان د ا.ا چارواکو تېره اونۍ په همدې تړاو له ازبېک چارواکو سره تر کتنې وروسته ويلي وو چې د يادې پروژې د مسير ټاکلو سروې به ډير ژر پيل کړي.
































