د کنیا پولیسو د مارچ له ۲۷ مې بیا تر اوسه د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه له وضع شویو مقرراتو او ګرځبندیز څخه د سرغړونې په تور ۱۵ کسان وژلي دي. د فرانس پرس خبري آژانس د خبر له مخې پر پولیسو د څار ځانګړي پلاوي ویلي، تر اوسه پورې د خلکو لخوا د یادو پولیسو څخه ۸۷ شکایتونه ورته رسېدلی، چې ۱۵ یې د وژلو دي. دغه پلاوی وایی، چې یو پولیس د «یاسین حسین مویو» دیارلس کلن ماشوم پر وژلو تورن او نیول شوی چې د دوی په خبره قانون یې نه و مراعات کړی او د خپل کور په بالکون کې ولاړ و. په همدې تړاو د کنیا د غریب مېشتې سیمې «متاري» اوسېدونکو د پولیسو پر ضد لاریون هم کړی و.
































