د کرونا ویروس لا ډېر خپرېدو مخنیوي په موخه د حکومت د تازه پرېکړې له مخې به تحصیلي او روزنیز مرکزونه درې میاشتې نور هم رخصت وي. دغه پرېکړه نن د ولسمشر غني د دویم مرستیال سرور دانش په مشري په ارګ کې د کرونا ویروس د مخنیوي کمېټې د یوې طرحې پر بنسټ شوې ده. د دانش د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دیني مدرسې، ښوونځي، شخصي او دولتي پوهنتونونه تر راتلونکو دریو میاشتو پورې رخصت دي، خو که له دریو میاشتو مخکې وضعیت سم شو، بیا به یې د پرانیستو په تړاو کابینه پرېکړه کوي. خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې تعلیمي او تحصیلي مرکزونه دې په انلاین ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. دغه راز پرېکړه شوې، چې د ودونو صالونونه، مېله ځایونه او کلبونه به هم تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې تړلي وي.
































