امریکا پر سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د څه باندې پنځه میلیارد ډالرو پر ارزښت د الوتکو ضد توغندیو د سیستم پلورلو اعلان وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سعودي عربستان به د الوتکو ضد یا دافع هوا ۳۰۰ پیتریات توغندي سیستم واخلي. دا سیستم د لرې ویشتونکي بالیسټیک توغندیو، کروز توغندیو او جنګي الوتکو د ویجاړولو وړتیا لري .همدا راز امریکا به پر عربي متحده اماراتو د توغندیو بل سیستم هم وپلوري، چې ټولیز ارزښت یې ۲.۲۵ میلیارد ډالره کېږي.
































