له هغه وروسته چې د جرمني پخواني لومړي وزیر ګرهارد شرودر وویل، چې روسیه غواړي د اوکراین جګړې ته د مذاکراتو له لارې د پای ټکی کېږي، د اوکراین ولسمشر د نوموړي په دې څرکندونو خواشیني څرکنده کړې ده او ویلي یې دي، چې دا د شرم وړ خبره ده، چې یو پخوانی لوړ پوړی اروپایي چارواکی د روسیې په ګټه خبرې کوي. زلنسکي تېره شپه په خپلو خبرو کې ویلي، روسیه غواړي په پټه د ځان داسې ملاتړي پیدا کړي، چې ګواکي روسیه د مذاکراتو پلوې ده، نه د جګړې. د جرمني پخوانی لومړی وزیر ګرهارد شرودر د پوتین نږدې ملګری دی او ویل کېږي، چې تېره اونۍ یې په مسکو کې ور سره کتلي هم دي.
































