ایراني رسنۍ وايي، د دغه هېواد د پلازمېنې په شمال کې په سېل کې د ۲۳ تنو بې درکه شویو کسانو مړي یې موندلي چې د هغو په منځ کې ۵ تنه افغانان دي. د تهران د امام زاده داوود په سیمه کې تېره اوونۍ لسګونه تنه سېلابونو له ځانه سره یووړل. ایراني رسنیو د تهران ولایت د پولیس چارواکو په قول ویلي چې تر اوسه پورې یې د ۲۳ تنو مړي موندلي او د ډي این اې ازمېښت له مخې ورته څرګنده شوې چې د هغو په منځ کې ۵ تنه افغانان دي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي. د ځینو راپورونو له مخې، د تهران په شمال کې د تېرې اوونۍ په سیلابونو کې شاوخوا ۲۰۰ تنه مړه شوي یا بې درکه شوي دي.
































