د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د وروستیو جنګي پېښو له امله په رامنځته شویو تلفاتو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی دی چې اوربند په کلکه مراعات کړي. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، پخوانی ولسمشر د جګړې له دواړو غاړو غوښتنه کوي، چې دواړه لوري باید له هر هغه عمل څخه ډډه او مخنیوی وکړي چې د جګړې لپاره زمینه برابروي. خبرپاڼه کاږي، کرزی دغه راز د بهرنیو ځواکونو بمباري په کلکو ټکو غندي، د دوی دغه کړنه د افغانستان د ملي حاکمیت واضح نقض بولي او په مطلقه توګه یې د بندېدو غوښتنه کوي. خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې پخوانی ولسمشر د یو ازاد او خپلواک افغانستان لپاره پر ټولو افغانانوغږ کوي چې په قوي اتحاد او اتفاق پر ملي ټغر راټول او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره کوټلي او اغیزمن ګامونه پورته کړي.
































