د کابل امنیه قومنداني وايي، د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند سر کاریز سیمه کې چاودنې اته تنه عام وګړي وژلي او ۱۸ نور ټپيان دي. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې د شږمې حوزې اړوند د سر کاریز سیمې په یوه کوڅه کې چې عام خلک پرې تګ راتګ کوي په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکیو چاودونه کړې. پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا برید یې د ټولو اسلامي ارزښتونو خلاف کار بللی دی. حامد کرزي همداراز ویلي چې د افغانستان ژغورنه یوازې د افغانانو د اتحاد او اتفاق له لارې کیږي او د افغانانو د وحدت او یووالي په ډیریدو یې ټینگار کړی دی.
































