د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وايي، چې پاکستان او هندوستان ته د افغانستان د تازه میوې صادرات روان دي. دوی وايي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د هېواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي که د روان کال ترپایه صادرات په همدې ډول ترسره شي، نو ښايي د هېواد بزګر او د تازه میوې سوداګر به د تازه میوو دا فصل په منظم ډول سره صادر کړي. دوی زیاتوي چې سږ کال پاکستان هم د افغان صادراتو لپاره اسانتیاوې زیاتې کړي. بل لور ته بیا د افغانستان د تازه میوې صادرونکي وايي چې د تیر کال په پرتله د خټکیو محصولاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی. دوی وايي چې د بزګر مصارفو ته په کتو لا هم د خټکیو او انګورو قیمتونه ټیټ دي او مناسب مارکېټ لا هم د افغانستان تازه میوې ته نه دی پيدا شوی.
































