د روسيې او ترکيې ولسمشرانو پرون بيا سره کتلي دي. دا له يوې مياشتې په لږه موده کې د دواړو لورو دويمه کتنه ده. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان تازه پرون يو ځل بيا په سوچي ښار کې له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره کتلي او دواړو لورو د اوکراين د جګړې او سوريې د کړکېچ په تړاو خبرې کړې دي. اردوغان له پوتين سره په کتنه کې ويلي چې دواړه هېوادونه به د همکاريو يو نوی باب پرانيزي. پوتين هم ويلي، هيله لري چې له ترکيې سره يې د هېواد تجارتي او اقتصادي اړيکې لا ډيرې پراخې شي. ترکي رسنيو دغه راز ويلي چې اردوغان له پوتين سره په سوريه کې د کردي ملېشو پر خلاف د عملياتو د پلان په تړاو هم خبرې کړې دي. روسيې تر دې وړاندې د ترکيې له دغه پلان سره مخالفت کړی و.
































