ا.ا پر غزې د اسرائیلو هوايي بریدونه غندلي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده. د راپورنو له مخې د اسرائیلو هوایي ځواکونو پرون پر غزې څو ځله هوایي بمباري کړې او د یو جګپوړي وسله وال په ګډون یې ۱۰ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي دي. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیې کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اسرائیلو د وحشتونو او تیري په اړه خپل مسؤلیت ادا کړي. اسرائیل وایي چې په هوایي بریدونو کې اسلامي جهادي وسله والې ډلې په نښه شوي دي. د اسرائیلو په هوایي برید کې د غزې په ښار کې یوه اوه پوړیزه ودانۍ لګېدلې. د فلسطین د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې یوه پنځه کلنه ماشومه او یوه ۲۳ کلنه میرمن هم وژل شوې او ۵۵ نور ټپیان شوي.
































