د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي، په ټول هېواد کې د ۵۴۰ بېلابېلو پروژو چارې روانې دي چې د ځینو کارونه یې د بشپړېدو په حال کې دي. د ښارجوړلو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني ملت ته د حساب ورکولو غونډه کې وویل چې په ټول هېواد کې ۵۴۰ بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي. هغه زیاتوي چې د یادو پروژو له ډلې د ځینو کارونه د بشپړېدو په حال کې دي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. نوموړی وايي چې د هېواد په دغو پروژو کې کلینیکونه، ښوونځي، پوهنتونونه، مدرسې او جوماتونه شامل دي. د ده په خبره، د هېواد په پنځو زونونو کې د ۲۰۰ زره مسکوني کورونو جوړولو طرحه وروستۍ شوې ده. د هغه په وینا، د نوي حکومت له راتګ څخه تر اوسه څه باندې ۳۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه ژغورل شوې ده.
































