د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار په تازه راپور کې ویلي چې د لوږې پراختیا په افغانستان کې په ناورین اوښتې ده. دغه اداره وايي چې په افغانستان کې همدا اوس ۱۹ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخ دي او تر څنګ یې بیا شپږ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي چې په یو وخت ډوډۍ پورې حیران دي. دغه اداره همدا راز وایي چې له دې ډلې ۱.۱ میلیونه یې ماشومان دي. سیګار وایي چې په افغانستان کې د لوږې د پراختیا کچه مخ پر لوړ مزل کوي او دا هر څه د اندېښنې وړ دي، نو نړیوال بنسټونه دې د افغانانو لاسنیوی وکړي. تر دې وړاندې ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د لوږې اوسنۍ کچه او پراختیا د اندېښنې وړ بللې وه.
































