د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی هند ته تللی دی او هلته یې له هندي چارواکو سره د افغانستان پر مسئله خبرې کړې دي. د چین ځانګړي استازي ویلي چې په دې لیدنه کې تر ډېره د افغانستان پر دایمي سوله او ثبات تمرکز شوی دی. دده په وینا هند او چین هڅه کوي د افغانستان د سولې او ثبات له پروسې سره همکار وي. هندي لوري هم ویلي چې دوی په وروستیو میاشتو کې له افغان لوري سره په خبرو بوخت وو او هڅه کوي افغانستان کې خپل دیپلوماتیک ماموریت وغځوي. دواړو لورو ټینګار کړی چې دوی به د ملي ثبات او دایمي سولې د راتګ له بهیر سره کلکه همکاري کوي.
































