د امریکا او ایران ترمنځ اټومي مذاکرات دوام لري خو ستونزې نه دي حل شوې. نړیوالې رسنۍ وایي چې د ایران او امریکا غیر مستقیم اټومي مذاکرات لا هم روان دي خو دغه مذاکراتو ته نږدې سرچینې وایي چې له بحثونو سره سره لا هم ستونزې او اختلافات پر خپل ځای دي.
سرچینه وایي امریکا او ایران دواړه خپلې غوښتنې لري چې نه ترې په شا کېږي همدا مسئله د اختلافات د دوام سبب شوې ده. د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات له وړمې ورځې راهیسې روان دي او امریکا غواړي له ایران سره د اټومي فعالیتونو په اړه توافق ته ورسي خو تر څنګ یې خبرداری ورکوي چې که دا چاره ممکنه نه شوه نو د ایران پر وړاندې په نظامي اقدام لاس پورې کوي.































