د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې تر دې وروسته به امريکا ته اجازه ور نه کړي چې د دوی ستراتيژيکې اټومي وسلې وڅاري. روسيه او امريکا د نيو سټارټ په نوم د وسلو د کنټرول تړون لري او د ياد تړون پر اساس دواړه هېوادونه کولی شي چې د يو بل د اټومي وسلو تاسيسات وڅاري او په دې توګه یې له پراخېدو ډاډمن شي. د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي چې امريکا له نيو سټارټ تړونه په يو اړخيزه توګه استفاده کوله او په داسې حال کې چې په خپله خاوره کې يې روسي کارپوهانو ته د اټومي تاسيساتو د نظارت حق نه ورکوي، غواړي چې د روسيې پر اټومي تاسيساتو څار ولري. نيو سټارټ تړون د اټومي جګړې د مخنيوي په موخه لاسليک شوی و او پر بنسټ يې روسيې او امريکا ژمنه کړې وه چې هر يو به يوازې د ۱۵۵۰ اوږده واټن ويشتونکو اټومي سرګلولو د لېږدوونکو توغنديو د ساتلو حق لري. روسيې په داسې حال کې د دغه تړون د ځنډولو خبر ورکړی چې ملګري ملتونه وروستيو کې په پرله پسې توګه د اټومي جګړې د پېښېدو خبرداري ورکوي.
































