د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې اوس له قطر څخه فعالیت کوي، په کابل کې د عاشورا مراسمو پرمهال شوي بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې افغانان باید وکولی شي په سوله کې عبادت وکړي. د تېرې جمعې او روانې اونۍ د شنبې په ورځ د کابل ښار په سرکارېز او پل سوخته سیمو کې چاودنې وشوې چې د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې په دواړو پېښو کې لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۴۰ نور ټپيان شول. د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې اوس له قطر هېواد څخه خپل فعالیت کوي، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې د عاشورا په ورځو کې شوي بریدونه، غندي. د امریکا سفارت د یاد برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ترڅنګ یې لیکلي چې افغانان باید وکولی شي په سوله کې عبادت وکړي.
































