د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، اوکراين ته يې د خپل پوځ له زيرمو د يو ميليارد ډالرو په ارزښت وسلې او نظامي تجهيزات ور لېږلي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن په يوه بيان کې د امريکا پر هغې ژمنې بيا ټينګار کړی چې ويلي يې دي، پر اوکراين د روسيې د بريد تر پاي ته رسېدو پورې به د کيېف ملاتړ ته دوام ورکوي. بلېنکن ويلي چې وروستيو کې د امريکا د پوځ له زېرمو د يو ميليارد ډالرو په ارزښت نظامي تجهيزات اوکراين ته استول شوي چې په دې توګه له کیېف سره د اوکراين د ټولې مرستې کچه نهه اعشاريه اته ميلياردو ډالرو ته ورسېده. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د وسلو د ور استولو له کبله د امريکا له متحدو ايالتونو مننه کړې ده. زلينسکي ويلي، د امريکا هر ډالر مرسته د «يرغلګر هېواد» د ماتې پر لور يو ګام دی.
































