د روغتیا نړیوالې ادارې په افغانستان کې د ډول ډول ناروغیو پر خپرېدو اندېښنه ښوودلې ده. د روغتیا نړیوالې ادارې په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې په افغانستان کې په وروستیو کې ګڼې ناروغۍ خپرې شوې دي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي چې د سرخکانو ناروغي، کانګو تبه او ډېنګي تبې هغه ناروغۍ دي چې په افغانستان کې خپرې شوي دي او ساري دي. سرچینه کاږي سره له دې چې د افغانستان روغتیايي سیستم له ګڼو ستونزو سره مخ دی، نو ددغه ډول ناروغیو پراختیا او د ظرفیتونو نشتون به وضعیت تر دې هم ترینګلی کړي. د روغتیا نړیوالې ادارې ژمنه کړې چې دوی تر خپلې وسې د افغانستان له روغتیایي برخې سره مرسته کوي.
































