د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د محلي کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ له لارې هغو افغانانو ته د کار زمینه برابروي چې بېرته دې هېواد ته ستنېږي. دغه سازمان په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، هغه کسان چې بېرته هېواد ته ستنيږي د کار زمینه ورته برابروي. د مهاجرت نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په داسې حال کې افغانستان ته له بېرته ستنېدونکو سره په ټولنه کې د بېرته جذبېدو په برخه کې ځینې مرستې کوي چې له دې هېواده د افغانانو د وتلو لړۍ روانه ده او هره ورځ په زرګونو کسان ګاونډیو هېوادونو په تېره ایران او پاکستان ته د وتلو تکل کوي.
































