د امریکا ولسمشر جو بایډن په ناټو کې د فنلنډ او سویډن غوښتنه تصویب کړه او په دې ډول یاد اروپايي هیوادونه د ناټو غړیتوب ته یو بل ګام هم نږدې شول. فنلنډ او سویډن وروسته له هغه په ناټو سازمان کې د غړیتوب وړاندیز وکړ چې مسکو په خپل ګاونډي هیواد اوکراین نظامي برید وکړ. بایډن وویل یاد اروپايي هیوادونه به ددغه تړون د متقابلې دفاع لپاره د ژمنې په کولو سره چې مشري یې امریکا پر غاړه لري د ناټو نویو او د ډاډ وړ متحدینو په توګه بدل شي. د امریکا سنا مجلس د اګست میاشتې په لومړیو کې د ۹۵ موافقو او یوې مخالفې رایې سره په ناټو سازمان کې ددغو دوو اروپايي هیوادونو غړیتوب تصویب کړ. د ناټو د ۳۰ غړو هیوادونو له ډلې څخه امریکا درویشتم هیواد دی چې په رسمي ډول په یاد تړون کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب ملاتړ کوي.
































