د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ويلي چې پر هېواد يې د روسيې يرغل بايد د کريميا ټاپووزمې په بېرته ازادېدو سره پای ته ورسېږي. زلينسکي دا څرګندونې په کريميا کې د روسي ځواکونو په يوه هوايي اډه کې تر چاودنو څو ساعته وروسته وکړې او ویې ويل چې پر هېواد يې د روسيې يرغل په ۲۰۱۴ کال کې د کريميا ټاپووزمې په اشغالولو سره پيل شوی او بايد د يادې ټاپووزمې په بېرته ازادېدو سره پای ته ورسېږي. زلينسکي که څه هم د روسي ځواکونو په هوايي اډه کې چاودنو ته اشاره ونه کړه خو ويې ويل چې کريميا د اوکراين د خاورې برخه ده او هيڅکله به روسيې ته ور پرېنښودل شول. روسيې په ۲۰۱۴ کال کې کريميا ټاپووزمه له اوکراينه جلا کړه او تر يوې ټولپوښتنې وروسته يې له خپلې خاورې سره وتړله.
































