د ماليې وزارت د شوکاڼي پر صادراتو ګمرکي تعرفه ۲۵ سلنې ته لوړه کړې ده. د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی رياست په دې تړاو خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې بهر ته د صادرېدونکو غير پروسس شويو شوکاڼو د هر ټن ګمرکي تعرفه چې پخوا يوازې پنځه سلنه وه، تر دې وروسته ۲۵ سلنې ته لوړه شوې ده. د دې پرېکړې پر بنسټ د پروسس شويو يا پوډر شويو شوکاڼو د هر ټن ګمرکي تعرفه لس سلنه ټاکل شوې ده. د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی رياست د تعرفې کمېټې د پرېکړې له مخې د سرب نيمه قيمتې ډبرو ګمرکي تعرفه هم له دوه نيم سلنې شل سلنې ته لوړه شوې ده. سرچينه وايي چې دا پرېکړه د روان کال د وږي له شپاړسمې نېټې وروسته د پلي کېدو وړ ده.
































