د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ امر کړی چې د دې هېواد زرګونه سرتېري دې له جرمني ووځي. وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي، په جرمني کې د امریکايي ځواکونو شمېر به له ۳۴۵۰۰ څخه ۹۵۰۰ ته راکم شي. له بلې خوا د جرمني شپیګل مجلې خبر ورکړی چې دا پرېکړه به د دې کال په مني کې عملي شي او په جرمني کې به د امریکايي سرتېرو شمېر د ۵۰۰۰ او ۱۵۰۰۰ ترمنځ یو شمېر ته راکم شي. ټرمپ پرله پسې پر جرمني نیوکه کړې چې په ناټو کې یې د مالي ونډې ژمنه نه ده پر ځای کړې. د روېټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي یاد شوي، ویلي چې د دې هېواد یو شمېر ځواکونه به له جرمني پولنډ او نورو هېوادونو ته واستول شي او یو شمېر به بېرته امریکا ته ستانه شي.
































