د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا اړتیا ده. د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل کار په دفتر کې نن د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي او په کابل کې د چین له سفیر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان او سیمه کې پر روان وضعیت خبرې شوې دي. د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټينګار شوی دی او پر دې بحثونه شوي چې څنګه د دواړو اړخونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شي. پخواني ولسمشر له افغانستان سره د چین له همکاریو مننه کړې ده او ددغه همکاریو د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده.
































