پخوانی ولسمشر اشرف غني وايي د افغانستان سیاسي څېرې او د امریکا پخوانی ځانګړی استازی د حکومت د سقوط اصلي لاملین وو. پخواني ولسمشر اشرف غني تر سقوط وروسته په خپله لومړنۍ تلویزیوني مرکه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان د سولې پروسه ناقصه وه او د خلیلزاد ټول تمرکز د جمهوریت پر له منځه وړلو و.
هغه خلیلزاد بې کفایته، د امریکا مزدور، بې فکره او د افغانانو دښمن وباله. نوموړي همدا راز په خپلو خبرو کې پر امریکا هم نیوکه وکړه چې په افغانستان کې یې خپل حضور او فعالیتونه مدیریت نه کړل او د جنګسالارنو په پړسولو او پياوړي کولو یې افغانستان برباد کړ.
هغه وايي چې لا هم د افغانستان ولسمشر دی او د اساسي قانون له مخې تر هغه به دا لقب ورسره وي چې افغانانو بلک څوک په ولسواکه توګه خپل زعیم ټاکلی نه وي.
اشرف غني همدا راز منلې چې شاوخوا یې وړ کسان نه وو، خو دی دې ته اړ و چې د افغانستان د بقا لپاره مصلحتونه ومني. ددې تر څنګ د نوموړي مرکه په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې له غبرګونونو سره مخ شوې ده چې ملاتړو یې ستاینه کړې خو مخالفینو یې ویلي چې هغه د یوه هېواد پر برخلیک لوبې وکړې او دمګړی په اماراتو کې آرام ژوند لري.
































