ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک د ایران او پاکستان له لوري افغان ضد کړنو ته په اشارې ویلي، که چېرته دا دواړه هېوادونه د افغانانو پر وړاندې روانو نادودو ته دوام ورکړي نو افغانان به بیا وسلې اخیستو ته اړ کړي چې دا د هیڅ لوري په ګټه هم نه ده. نوموړي پر خپل ټویټر ګواښ کړی دی چې که پنجاب او پارس د متقابل درناوي اصولو ته ژمن ونه اوسي نو لرې نه ده چې پښتانه افغانان یې پر وړاندې وسلې واخلي. هغه زیاته کړې، بايد په سيمه کې د يو بل ازادي او خپلواکي ته په احترام او د ښه ګاونډيتوب پر بنسټ له يو بل سره ښې اړيکې وپالل شي خو په خبره یې، پنجاب او ایران دواړه دا اصول نه مراعاتوي.
































