ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په تېر یو کال کې نږدې دوه برابره شوی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف د خوارځواکۍ څانګې مشرې ميلاني ګالوين ويلي چې د ۲۰۲۱ کال تر جون پورې افغانستان کې ۳۰ زره خوارځواکه ماشومان درملل شوي، په داسې حال کې چې د سږ کال تر جون پورې بيا د ورته ماشومانو شمېر ۵۷ زرو ته رسېدلی دی. نوموړې پر ټويټر خپاره کړي پيغام کې ويلي چې نوې شمېرې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې ۹۰ سلنه زياتوالی ښيي. يونيسف دغه راز ويلي چې د خوارځواکۍ د مثبتو پېښو په ډيريدو سره د دې ناروغۍ د درملنې مرکزونه هم نږدې دوه برابره شوي او شمېر يې له ۱۴ سوو څخه ۲۶۰۰ ته رسېدلی دی. د يونيسف له لوري وروستۍ خپرې شوې شمېرې په داسې حال کې دي چې څه موده مخکې د عامې روغتيا وزارت هم د خوارځواکۍ د مثبتو پېښو د ډيرېدو خبر ورکړی و او ويلي يې وو چې تېر کال ۶۰ زره ماشومان په شديده او ۱۴۰زره نور بيا په متوسطه خوارځواکۍ اخته شوي دي.
































