د روسيې په راکټي بريدونو کې د اوکراين ۲۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اوکراين چارواکو ويلي چې ياد راکټي بريدونه پرون ماښام شوي چې له کبله يې ۱۳ ملکي وګړي مړه او ۱۱ نور ټپيان شوي دي. په ټپيانو کې د پنځو هغو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی دی. اوکراين يو ځل بيا تور پورې کړی چې د روسيې دا راکټي بريدونه د برېښنا د توليد يوې اټومي بټۍ ته نږدې سيمه کې شوي دي. چارواکو ويلي چې په بريد کې د برېښنا د لېږد مزي هم پرې شوي چې له کبله يې په زرګونو کسانو برېښنا پرې شوې ده.
































