تاجکستان کې د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ په ملاتړ يوولس ورځني پوځي تمرينونه پيل شوي دي. دا تمرينونه پرونه پيل شوي او دوشنبې کې د امريکا سفارت ويلي چې پر تاجکستان سربېره د قزاقستان، قرغيزستان، منګوليا، ازبکستان او پاکستان پوځيان هم پکې ګډون لري.
سفارت ويلي چې د تمرينونو په لومړيو شپږو ورځو کې به د يادو ټولو هېوادونو پوځيان ګډون کوي او وروسته به د امريکا او تاجکستان دوه اړخيز پوځي تمرينونه پيل شي. د دې تمرينونو موخه له ترهګرۍ سره مبارزه او د سيمې د امنيت لپاره د جمعي چمتووالي نيول ښودل شوې ده.
امريکا او تاجکستان له ۲۰۰۴ کال راهيسې هر کال ګډ پوځي تمرينونه کول خو د کرونا وبا له کبله دا لړۍ ځنډېدلې وه. تاجکستان، که څه هم پر روسيې ډير متکي هېواد دی خو له لويديځه هم د پام وړ مرستې ترلاسه کوي چې له کبله يې بايد په اړيکو کې توازن وساتي. شنونکي وايي، دوشنبې اوس هم ښايي د روسيې په سلا له امريکا سره ګډ پوځي تمرينونه پيل کړي وي.
































