د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي نن د ايران د انرژۍ د وزير په مشرۍ کابل ته له راغلي پلاوي سره کتلي دي. د بهرنيو چارو وزارت د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې په کتنه کې په ايران کې د افغان کډوالو پر ستونزو، سرحدي مسايلو او د ترانزيټ د پراختيا پر اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي.
ايراني پلاوي د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په کتنه کې هم د هلمند په اوبو کې د ايران د حقابې د ورکړې غوښتنه کړې ده. سرچينې زياته کړې چې دواړو لورو د ورته ناستو د دوام غوښتنه وکړه او ويې ويل چې سيمه ييزو او نړيوالو ناسالمو رقابتونو ته به اجازه نه ورکوي چې د دواړو هېوادونو د پرمختګ مخه ونيسي.
































