روسیه وایي د امریکا پر هغه ادعا شکمن دي چې وایي الظواهري یې په افغانستان کې وژلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په تازه څرګندونو کې پر کابل د امریکا هوایي برید غندی او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ بولي.
دده په خبره امریکا په افغانستان کې د ظواهري د وژل کېدو په تړاو اسناد خپاره نه کړل نو دا مسئله ښيي چې هغه لا ژوندی دی او د امریکا ادعا بېځایه ده. روسیه وایي دوی د افغان چارواکو پر څرګندونو تمرکز کوي او په دې اړه به تر تحلیلونو وروسته پرېکړه کېږي، خو په ټوله کې پر کابل د امریکا وروستی برید ښکاره تېری او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده. امریکا روان میاشت ادعا وکړه چې کابل کې یې په یوه هوایي برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژلی هغه ادعا چې افغان لوري رد کړې ده.
































