ایراني چارواکي وایي، دوی د هریرود سیند ته د افغان کډوالو اچولو پېښه کې لاس نه لري. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي، څېړنې یې ښیي چې د هریرود سیند ته د افغان کډوالو غورځولو پېښه کې ایراني پوله ساتو لاس نه درلود. نوموړي زیاته کړې، په کال کې په منځني ډول ۵۰۰ زره غیر قانوني کډوال له افغانستان څخه ایران ته ځي او ایراني پوله ساتو له ټولو سره د قانون پر بنسټ چلن کړی دی. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې سیند ته د افغان کډوالو تر غورځولو څو ورځې وروسته ایراني پوځیانو د دغه هېواد په یزد ښار کې د افغان کډوالو موټر له سپرلۍ سره وسوځاوه چې وروسته یې بیا پړه هم ومنله. دې پېښو د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
































