د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زلینسکي له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د چټک غبرګون په ښودلو سره دې د زاپوریژیا له اټومي بټۍ څخه د روسیې ځواکونه وباسي. روسیې ځواکونو دا بټۍ نیولې ده او ویل کېږي چې درنې وسلې یې هم په کې ځای په ځای کړي دي. د اوکراین چارواکو تېره ورځ وویل چې په دغې بټۍ کې د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي. د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان مشر رافایل ګراسي د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه غوښتي دي چې د دغه سازمان مفتشینو ته دې اجازه ورکړل شي چې د زاپوریژیا اټومي بټۍ وویني. ګراسي د ویډیو کنفرانس له لارې د امنیت شورا غونډې ته، چې د روسیې په غوښتنه بلل شوې وه، وویل چې د دغې بټۍ په شاوخوا کې جګړې ژور بحران زېږولی دی.
































