په میدان وردګو ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله درې کسان مړه شوي او ترڅنګ یې د کابل – بامیانو لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. د میدان وردګو ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس مولوي فیض الله جلالي وايي، چې تېره شپه د دغه ولایت په سیداباد، چک او جلرېز ولسوالیو کې د شدیدو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته يې پر مالي زیانونو سربېره مرګ ژوبله هم اړولې ده. جلالي وايي، تېره شپه ۱۱ بجې د جلرېز ولسوالۍ په دره بوغه سیمه کې سېلابونو یوه مېرمن او دوه ماشومان مړه کړي دي. هغه زیاتوي چې د همدې ولسوالۍ په سیاخاک سیمه کې د سېلابونو له کبله د کابل – بامیانو لاره هم تړل شوې چې دواړو خواوو ته سلګونه موټر بند پاتې دي. د هغه په وینا دې سره هممهاله د یاد ولایت د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې سېلابونو لسګونه د استوګنې کورونه نړولي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې تخریب کړې دي.
































