د افغانستان سرپرست حکومت وايي، ټاکل شوې چې سبا له کابل ښار څخه د سوالګرو د راټولولو لړۍ پيل شي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د افغانستان ا.ا مشر شیخ هبت الله اخندزاده له کابل ښاره د سوالګرو د راټولولو او د هغوی د ستونزو هوارولو په اړه یو فرمان صادر کړی او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته یې لارښوونه کړې چې په کابل ښار کې د سوالګرو د راټولولو او د هغو ستونزو ته د رسېدو لړۍ دې پیل کړي. په هغه خبرپاڼه کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له دفتره خپره شوې راغلي چې د ا.ا د مشر شیخ هبت الله اخندزاده د فرمان پر بنسټ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ یوه کمېټه جوړه شوې څو له کابل ښار څخه سوالګر او فقیر خلک راټول کړي. سرچینه زیاتوي چې دغه کمېټه له کابل ښار څخه د سوالګرو د راټولولو لړۍ د شنبې په ورځ پيلوي.
































