د خوست ولایت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې د یوې کورنۍ د دوو ماشومانو په ګډون څلور غړي مړه شوي دي. د راپورونو له مخې دغه کسان په یوه موټر کې سپاره وو او موټر یې سېلاب وړی چې له امله یې څلور واړه مړه شوي دي. بلخوا د یادو کسانو د کورنۍ یوه غړي ویلي چې تېره شپه یې د کورنۍ څلور غړي سېلاب وړي او مړه شوي دي. دغه کسان د پکتیا اصلي اوسېدونکي وو. د خوست ځايي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د دې ترڅنګ د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم بېګاه شپه سخت بارانونه شوي چې له امله سېلابونه راوتلي دي.
































