د بغلان ولایت د غوري سیمنټو فابریکې له څلور میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا د تېر په څېر پر تولیداتو پيل وکړ. د غوري سیمنټو فابریکې د مالي او اداري څانګې مرستیال عبدالوکیل قیومي وايي، چې د ډبرو سکرو بیو لوړېدو له امله فابریکې څلور میاشتې تولیدات نه درلودل. دی زیاتوي چې د یادې ستونزې د حل په موخه، څو ځلې د کانونو وزارت له مسوولینو سره لیدل شوي او اوس هغوی ورته په مناسبه بیه د ډبرو سکاره ورکوي، نو ځکه دوی هم یو ځل بیا فعالیت او تولیدات پيل کړل. د نوموړي د معلوماتو له مخې دامهال دوی په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰۰ ټنه سیمنټ تولیدوي، خو هڅه کوي چې ۶۰۰ ټنو ته یې لوړ کړي.
































