د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون په ۷ مه نېټه (د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د چين مبارزه) تر عنوان لاندې سپين کتاب خپور کړ. په دغه ۳۷زره کليمو لرونکي سپين کتاب کې له کوويد-۱۹ وبا سره د مبارزې لپاره د چين هڅې او تجربې ثبت شوې او متن او محتوا يې په څلورو څپرکو کې ځای پر ځای شوې ده. د چين د ساينس او تکنالوژۍ وزير وانګ جي ګانګ په مطبوعاتي ناسته کې وويل چې چين به د کوويد-۱۹ واکسين څيړنې او کلنيکي ازموينې بشپړې کړي او د عامو توليداتو په توګه به یې ټولې نړۍ ته برابر او وړاندې کړي. هغه وويل چې واکسين تر اوسه لا هم د کوويد-۱۹ ضد مبارزې د برياليتوب بنسټيزه لاره ده. دده په خبره د واکسينو د څيړنې او توليد بهير يو ډېر پېچلي علمي فعاليت دی چې لا تر اوسه په دې برخه کې ډېرې ستونزې موجودې دي او اوږده وخت ته اړتيا لري. د ۷۳مې دورې د روغتيا نړيوال سازمان په غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ژمنه کړې چې واکسين به د ټولې نړۍ لپاره برابر کړي.
































