د بريټانيا د بهرنيو چارو وزير بين واليس ويلي چې افغانستان کې يې تېر شل کلن ماموريت په ناکامۍ سره پای ته ورسېد. والېس له ډيلي مېل ورځپاڼې سره مرکه کې ويلي، افغانستان کې د پوځي ماموريت د پای ته رسولو پر مهال يې داسې افغانستان پرېنښود چې دوی ورته کلونه مبارزه وکړه. هغه زياته کړې چې د ښو موخو لپاره افغانستان ته راغلي وو د زرګونو پوځيانو له قربانيو سره سره هم يادو موخو ته په رسېدو کې بريالي نه شول. د بريټانيا د دفاع وزير ويلي، اوس اندېښنه لري چې که افغانستان کې د وژل شويو پوځيانو والدين وپوښتي چې اولادونه يې د څه لپاره قرباني شول نو دوی او ټول لويديځ هېوادونه به څه ځواب ورکوي. هغه همدا پوښتنه له نورو لويديځو هېوادونو هم کړې چې که يې افغانستان کې پاتې کېدل نه غوښتل نو ولې يې دغه هېواد کې شل کاله خپل پوځيان وجنګول. بېن والس ويلي چې افغانان يې يوازې پرېيښي دي؛ هغه اعتراف چې امريکايي چارواکي يې هم په نړيواله کچه د خپل هېواد د اعتبار د کمېدو سبب ګڼي.
































