د امريکا فدرالي پوليسو په فلوريډا کې د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کور کې د اسنادو يوولس کڅوړې موندلې دي چې ان په لوړه کچه محرم اسناد هم پکې شامل دي. د امريکا د فدرالي تحقيقاتو ادارې يا ايف بي ای تېره اونۍ په فلوريډا کې د ټرمپ پر ماڼۍ چاپه ووهله او د امريکا د عدليې وزارت د پنجشنبې په ورځ امر وکړ چې د ايف ابي ای د دې اقدام لپاره صادر شوی مکتوب دې پرانيستل شي. د مکتوب تر پرانيستل کېدو وروسته معلومه شوه چې ايف بي ای غوښتل څو دا ثابته کړي چې ټرمپ د جاسوسي ضد له قوانينو سرغړونه کړې او که نه. د يادو قوانينو پر بنسټ د درجه بندي شويو محرمو اسنادو شخصي ساتنه منعه شوې او که څوک پر دې کار لاس پورې کړي نو تر پنځو کلونو پورې سزا ورکول کېدای شي.
































